امنیت

څلور ورونه په پکتيکاکې د طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شول

کابلباختر دسرطان ٤
وسله والو طالبانو تيره شپه په پکتيکا ولايت کې څلور ورونه په ډزو سره ووژل.
ويل کيږي، ددغو ځوانانو پلار کله چې د خپلو زا منو مړي وليدل؛ د زيات درد له امله يې زړه ودريد او ساه يې ورکړه.
دعيني شا هدانو دڅرګندونو له مخې: دغه پيښه هغه وخت را منځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د يو کرو لا موټر سپرلۍ چې څلور ورونه وو، ودراوه او وروسته يې هغوى په ډزو سره ووژل.
ددغو ځوانانو يوخپلوان افضل باخترآژانس ته وويل: کله يې چې ددغو څلورو ورونو مړي د هغوى کورته وليږدول؛ پلار يې چې بوډا او د خپلو زامنو د مړو په ليدو سره د زړه د دريدو له امله ساه ورکړه.
دده دڅرګندونو له مخې: دغه ورونه غريبکاره وو او له دولت سره يې هيڅ راز اړيکې نه لرلې.
په همدې حال کې دپکتيکا والي محب ا لله صميم وايي: دغه ورونه کله چې له کاره دخپل کور په لور روان وو؛ د وسله والو طالبانو له خوا په ډزو سره ووژل شول.
دپکتيکا والي وايي چې امنيتي مامورينو ددغه ترور د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته