امنیت

په نيمروزکې د غلا په اړوند د دوو تنو نيول کېدل

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه د نيمروز پوليسو دوه تنه د وسله والې غلا په اړوند ونيول. د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست او د امنيت آمر څارمن پرويز قريشي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې د زرنج ښار په بېلابېلو سيموکې د وسله والې غلاوې او د زور زياتۍ په څو پېښوکې تورن دي، پرون د زرنج ښار د مهاجر آباد په ساحه کې له يو کلاشينکوف سره د امنيتي منسوبينو له لوري ونيول شول . خبرځاى زياته کړه چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته