کابل- باختر دليندي اتمه
د بغلان ولايت دمرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان له دندې ګوښه شو .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د بغلان ولايت دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې دملي اردو د دريو تنو سرتېرو له وژل کېدو وروسته، قوماندان کمين دمرکزي بغلان د امنيه قوماندان په توګه له خپلې دندې ګوښه شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغه قوماندان چې د سيمې د خلکو د ځورونې تور لګول شوې دي، له سيمې څخه تښتيدلى او امنيتي ځواکونه دده د نيولو په لټه کې دي .
خبرځاى زياته کړه: قوماندان کمين او اميدګل چې پخوايې د مرکزي بغلان د ولسوال په توګه کار کوه؛ د حکومت او د عدلي او قضايي مرکزونو اوامر نه منل او د اوامرو په ترسره کولو کې يې بې پروايي کوله .
ديوبل خپر له مخې: د مرکزي بغلان دپخواني امنيه قوماندان محمد کمين او د دغي ولسوالۍ دپخواني ولسوال اميدګل حسين خيل د پلويانو ترمنځ نښته وشوه چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول .
1 1 دقیقه لوستل