امنیت

يوسلو شل تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥مه :
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دبدخشان اوتخار په ولايتونو کې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  ١٢٠ تنه  ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري دبدخشان او تخار په ولايتونو کې  دامنيتي او دفاعي ځواکونو دوروستيو عملياتوپه اړوند باخترآژانس ته  وويل ؛ افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو دبدخشان ولايت په مربوطاتو کې د خالد په نامه چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  پنځوس تنه تروريست طالبان ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې ددښمن درې ليږدونکي وسايط اويوه زياته اندازه وسله او مهمات ددفاعي او امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه راز دوسله والو طالبانو ډلې دتخارولايت  ددرقد ولسوالۍ دلارو دتړلو په ګډون په يولړ ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کړى و  چې دافغان دفاعي او امنيتي ځواکونو له بريدونوسره مخامخ شول او اوويا تنه يې ووژل شول او پاتې يې  له سيمې څخه وتښتيدل.
ديادونې وړ ده چې همدا اوس په درقد ولسوالۍ کې  دولتي ادارې  دملکي خدمتونو په وړاندې   کولو  بوختې   دي او دفاعي او امنيتي قوتونه  خپلې           امنيتي دندې ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته