سیاست

حاجي رفيع الله ګل افغان د ١١١ فرقي له افسرانو او مسوولينو سره وکتل .

کابل باختر د وري ديرشمه

 دمشرانوجرګې  دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان دملي اردو د ١١١ فرقي دلومړي  لوا له يو شمير  افسرانو اوسرتيرو  سره په کتنه کې  له ډار اچوونکو سره دمبارزې په لاره کې ددوى د سرښندنې  او ځان تيريدنې وستايلې او وي ويل چې  دسولې او دهيواد ددښمنانو دتروريستي بريدونو دشنډولو په لاره کې دامنيتي منسوبينو  او په تيره بيا دملي اردوسرښندنې  يوه ښه او دقدر وړ برياليتوب دى .

  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته وويل ،  په دې کتنه کې ددغې لوا  درستيز وال ډګروال عبدالصبور  دنورو په استازيتوب  دهيواد په بيلابيلو سيموکې دوروستيو تروريستي پيښو په باب خبرې وکړې او له ډار اچوونکو سره دپراخې مبارزې  په لاره کې تياري څرګند کړ .

 دغه راز دمشرانوجرګې ددارالانشا لوى رييس محمد کاظم ملوان په کابل کې د اندونيزيا دسفارت له شارژدافير  محمد احسان سره وکتل

 په کتنه کې ده ددوو دوستو او مسلمانو هيوادونو افغانستان او اندونيزيا  داړيکو يادونه وکړه  او په ځانګړي توګه په پارلماني  برخه کې يې ددغو اړيکو دپراختيا غوښتنه  وکړه او دغه شارژدافير  افغانستان ته دسفر لپاره داندونيزيا  دمشورتي  شورا له رييس ته دمشرانوجرګې درييس دبلنې له امله دمنني  د څرګندولو په ترڅ کې څرګنده کړه .  

  دى به په مناسب وخت کې افغانستان ته سفروکړي او ددغه هيواد پارلمان به وګوري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته