کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
اووه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په روزګان ولايت کې په يوه نښته کې ووژل شول . دغه جګړه د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونښته .
په روزګان ولايت کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې نښته کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده زياته کړه: په دې نښته کې پوځيانو، دطالبانو په لسګونو جنګي سامان الات ترلاسه کړي دي او هم يې وکولى شول څوکلي دطالبانو له شتون څخه پاک کړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ