کابل /دوږي ١١مه /باختر :
د جمهوري رياست د قوانينوکمېټې چې رياست يې د جمهوري رياست د دويم مرستيال سروردانش په غاړه دى په تذکرو د مور د نوم د ليکلو په ګډون د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د يوشمېر مادو د تعديل طرحه تاييد کړه .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د تعديل دغه طرحه پرون د قوانينوکمېټې په فوق العاده غونډه کې تاييد شوې ده .
د قوانينو کمېټې له زياتوخبرو وروسته د رايو په غوڅ اکثريت سره د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د تعديل طرحه تاييده کړې ده .
مخکې له دې په افغانستان کې د ښځو يوشمېر فعالانو د ( نام من کجاست) د پروګرام په ترسره کولو سره په تذکرو کې د مور د نوم د ليکلو غوښتنه کړې وه .
دغه پروګرام د لومړى ځل لپاره پنځه کاله مخکې ترسره شوې وه، چې د روان کال د چنګاښ په مياشت کې ولسي جرګې ته وړاندې شو.
ولسي جرګې هم اعلام وکړ چې دغه موضوع څيړي.په پارلمان کې د خلکو استازو پخوا ويلي و چې د ښځو غوښتنو ته د درناوي او د هغوى د هويت د احيا کولو په خاطر د دغه موضوع د څېړنې تصميم نيولى دى چې ښځې خپل ټولنيزواوسياسي حقوق ترلاسه کړي . ختم_ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل