سیاست

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د تیاریو په اړه مشورتي ناسته جوړه شوه

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٢ مه
د عمده ملي، امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه د مشورو په لړ کې د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ترسره کولو د پرمختګونو او تیاریو په اړه نن له غرمې مخکې ، په ارګ کې مشورتي غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې جمهور رئیس د ټاکنیزو اصلاحاتو د کار د شفافیت د تامین په موخه د غوراوي کمېټې څخه وغوښتل چې د خپلو اجراتو او کړنو څرنګوالی له ګډون کوونکو سره شریک کړي.
جمهور رئیس همدارنګه له هغوی څخه وغوښتل چې د زیات وضاحت په خاطر یاده پروسه د مدني ټولنې او ټولو ګوندونو استازو ته تشریح کړي. 
د غوراوي کمېټې رئیس قضاوتمل جاوید رشیدي په لنډه توګه د غوراوي کمېټې د اجراتو او کړنو څرنګوالی تشریح کړ او وې ویل، په پوره امانتدارۍ، خپلواکۍ او ځانګړو تخنیکي معیارونو سره یې خپلې دندې ترسره کړې دي.
نوموړي له جمهور رئیس، اجرائیه رئیس او ټولو حکومتي مسوولینو او رهبرانو څخه د غوراوي کمېټې خپلواکۍ ته د درناوي له امله چې خپل کار یې په پوره امانتدارۍ، خپلواکۍ او شفافیت ترسره کړی، مننه وکړه او وې ویل، موږ په دې هکله  خپلې ټولې کړنې د رسنیو، مدني ټولنې او ملي او بین المللي څارونکو په حضور کې ترسره کړې دي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو د وخت په هکله وویل، اقلیمي شرایطو ته په پام  په دې اړه تصمیم نیول د ټاکنو کمیسیون له واکونو څخه دی.
په دې ناسته کې د هېواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي وویل، د ټاکنو پروسه کې د بهرنیانو د رول په هکله باید پوره وضاحت رامنځته شي، هغوی په تصامیمو کې ګډون ونه لري او پروسه باید افغاني وي.
عبدرب الرسول سیاف وویل، له تېرو درسونو او تجربو څخه په ګټه اخیستنه باید ستونزې حل شي، پیش بیني شوي تدابیر ولرو اوپروسه اسانه شي، څو وکولای شو د ټاکنو پایلې ژر اعلان کړو.
د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش په څارونکې برخه کې د ټاکنو د نوي قانون په اړه معلومات ورکړل وې ویل، په درې برخو تخطي، تخلف او جرایمو کې شکایتونه د هغو مواردو له جملې څخه دي چې د تېرو ټاکنو قانون کې نه وو.
هغه زیاته کړه، د تخطي او تخلف برخې ټاکنیزو کمیسیونونو ته راجع کېږي او د جرایمو برخه د ټاکنیزو کمیسیونونو د جرایمو په ګډون د هېواد د عدلي او قضایي ارګانونو اړوند کېږي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د غوراوي کمېټې غړو څخه مننه وکړه چې خپل کار یې په شفافه او سمه توګه ترسره کړی او ټینګار یې وکړ چې د ټاکنو پروسه باید د خلکو د لا ډېر باور لامل وګرځي.
هغه زیاته کړه، د ټولیزو نظریاتو راټولولو لپاره دې  یو پلاوی وګومارل شي او د هغو په رڼا کې دې هر اړخیز بحثونه وشي.
د سولې عالي شورا مرستیال استاد محمد کریم خلیلي غوراوي کمېټې ته په خطاب کې وویل، تاسو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره اصولي بنسټ کېښود. هغه زیاته کړه، مشورتي ناسته د هېواد په مهمو مسایلو کې د ارزښت وړ ده او موږ باید له دې پړاو څخه تېر شو او ټاکنې وکړو.
هغه د دې په ترڅ کې د بین المللي شریکانو د اعتماد د جلب او د ټاکنو پروسه کې د زیات شفافیت د تامین لپاره د بین المللي همکارانو حضور مهم وباله وې ویل، ټاکنې باید له مصرفي حالت څخه ووځي او د افغاني کېدو لور ته لاړې شي.
محمدیونس قانوني وویل، په کمیسیون کې د افرادو د لاسوهنې مخنیوی باید وشي او په ټاکنیزو کمیسیونونو باور یو مهم کار دی. هغه وړاندیز وکړ چې موضوعات طبقه بندي او په راتلونکو ناستو کې په مشخصو موضوعاتو بحث وشي.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د نننۍ مشورتي ناستې په جوړولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، په ټاکنو د خلکو باور دې نه زیانمنېږي او په دې پروسه کې د شفافیت د تامین په خاطر دې لازم دقت وشي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د مشورتي ناستو د جوړولو مننه وکړه وې ویل، موږ خپلې مشورې ورکوو او وروستی تصمیم د ملي یووالي حکومت په رهبرانو پورې اړه لري. مسلمیار زیاته کړه، زموږ خلک ازاد، شفاف او عادلانه ټاکنې غواړي.
هدایت امین ارسلا چې د معیارونو په اړه کومې  پوښتنې وکړې، د غوراوي کمېټې غړو یې ځوابونه وویل.
په پای کې ګډون کوونکو پرېکړه وکړه، چې په راتلونکې ناسته کې دې د ټاکنو د ترسره کېدو د امنیتي او ټاکنیزو اصلاحاتو د مسایلو په هکله زیات بحثونه وشي.
همدارنګه جمهور رئیس د دې په ترڅ کې چې د ګډون کوونکو له هر اړخیزو نظریاتو څخه مننه وکړه وې ویل، د ناستې نظریات باید جمع بندي او په لیکلي شکل ترتیب شي.
جمهور رئیس وویل، موږ د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن یوو او د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره باید په دو پړاونو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو او د جمهوري ریاست ټاکنو په هکله د مشرانو نظریات او وړاندیزونه راټول  او په راتلونکو ناستو کې پرې زیات بحث وشي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته