روغتیا

جاپان په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې د څه دپاسه دولسو مليونو ډالرو مرسته کوي

کابل باختر دليندۍ  درې ويشتمه :
  جاپان په افغانستا کې د انتاني ناروغيو د مخنيوي په موخه د عامې روغتيا له وزارت سره د دولسو مليونو څلور سوه زرو امريکايي ډالرو مرستې ژمنې وکړه .
  ټاکل شوې ده دغه مرسته د يونيسف ادارې له لارې په افغانستان کې د واکسين په برابرولو سره د پوليو د له منځه وړلو او د شيري، ژيړي او نري رنځ  دناروغيو او د نورو ساري ناروغيو د مخنيوي  په برخو کې ولګول شي .
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
د دغې مرستې تفاهم ليک نن د عامې روغتيا د وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز په وړاندې په کابل کې د جاپان د سفير تسوچي سوزاکا او د ملګروملتو د سازمان د ماشومانو د وجهي صندوق او د يونيسف د استازي ميرمن ادل خضر تر منځ لاسليک شو.
د عامې روغتيا وزير د جاپان د مرستې له امله مننه وکړه او ويې ويل چې جاپان او د يونيسف ادارې له کلونوکلونو را پديخوا د روغتيا په برخه کې د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري کړې ده .
په کابل کې د جاپان سفيرخپل هېواد د افغانستان د خلکو د روغتيا د برخې يو ډير ستر  تمويلوونکى وباله او ويې ويل چې هېواد به يې تر هغه وخته پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي چې د دغه هېواد خلکو او دولت په خپلو پښو ودريږي.
  دغه راز د يونيسف استازې ميرمن ادل حضر په افغانستان کې  د پوليو دپيښو د کمښت يادونه وکړه او ويې ويل چې په وروستۍ لسيزه کې په افغانستان کې د ماشومانو د مړينې کچه نيمايي ته ټيټه شوې ده.
دې د دغه ټيټوالي علت په خپل وخت په ماشومانو د واکسين تطبيق وباله .
دغه راز په افغانستان کې د جايکا د دفتر استازي په افغانستان کې د ساري ناروغيوکنترول او اداره د دغه دفتر يو لومړيتوب وباله .
ده د پوليو په له منځه وړلوکې دافغانستان د دولت د برياليتوبونو له امله مبارکي وويله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته