فرهنګ

دغيرملموسو فرهنګي ميراثونو دساتنې په باب ورکشاپ جوړيږي.

کابل باختر دوري شلمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  نن  په کابل کې  دملګروملتودعلمي او فرهنګي  سازمان  له استازي سره  وکتل اودغير ملموسو  فرهنګي ميراثونو  دساتنې په باب  دورکشاپ په جوړولوکې يې  ددغه وزارت  تيارى څرګند کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  په کابل کې  دملګروملتو دعلمي اوفرهنګي سازمان  دنمايندګى  ددفتر په همکارى  په پام کې لري  چې دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دساتنې ورکشاپ جوړ کړي .
پوهاند باوري  په دې کتنه کې  ددغه ورکشاپ  دجوړولو په لاره کې  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  بشپړ تيارى  څرګند کړ .
ديونسکو استازي داطلاعاتو اوفرهنګ  له وزارت څخه دقدرداني په څرګندولو سره وويل چې دغه ورکشاپ  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په رهبرى او په کابل کې  ديونسکو ددفتر په همکارى  جوړيږي .
  ختم- ف _ اکرم
                                                                     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته