نړۍ

واشنګټن پست: دافغانستان دسولې لپاره څلورګامونه .

واشنګټن- واشنګتن پوست-باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دواشنګټن پست ورځپاڼه په خپلې وروستۍ ګڼه کې دافغانستان دسولې لپاره څلورګامونه تر عنوان لاندې يو مطلب لري چې په يوه برخه کې يې ليکل شوي دي.
له پاکستان سره دنږدې کيدو لپاره دجمهور رييس اشرف غني زړه ور ګام د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې ډيرې نږدې کړې او دغو اړيکو دتيرې اوونۍ ترپاى پورې يعنې په کابل کې له وروستيو پيښو څخه مخکې دټولوپه نظر ښې بريښې دې .
دواشنګټن پست ورځپاڼې په ليکنه پاکستان هم په پاى کې دې نتيجې ته رسيدلى دى چې يوه باثباته افغانستان ته اړتيا لري چې دتروريستانو پتنځاى نه شي.
دغه راز طالبان هم په دې وروستيو وختو کې خبروته حاضر نه شول چې دافغانستان دسولې په هڅو کې نوى بدلون دى . خو دواشنګټن پست په ليکنه دافغانستان برياليتوب زياتره په دې پورې اړه پيدا کوي چې ددغه هيواد حکومت خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي، خلکو ته نږدې شي خپله اقتصادي وده او پوځي اغيزمنتوب وښي او امنيت ښه کړي.
د دې کار لپاره دواشنګټن پست په ليکنه  افغانستان وخت ته اړتيا لري او امريکا او نړيواله ټولنه کولاى شي دڅلورو ګامونو په اخستلو سره افغانستان ته دغه فرصت برابر کړي.
لومړى : دسولې خبروته دطالبانو دحاضرولو لپاره په پاکستان دامريکا او دنړيوالې ټولنې د ديپلوماتيک فشار زياتوالى.
دويم :دلنډمهالو اقتصادي محرکونو برابرول چې په حکومت کې دکار دځاى او اصلاحاتو ته متمرکزوي ،آن د بازار په اقتصاددامريکا دخلکو دباور په جلبولو کې هم چې دواشنګټن پست په ليکنه سالمه حکومتوالي او دامنيت تامينول زيات اهميت لري.
دريم: له افغان امنيتي ځواکونو سره د مرستو دوام او له دې سره جوخت دښوونې او روزنې دماموريت پراختيا او دامريکا له خوا افغان ځواکونو ته سلامشوره .دغه اقدامات به د افغان ځواکونو د روحيې دپياوړتيا او په طالبانو دفشار د راوړلو لپاره چې دخبرو ميزته حاضر شي ،اغيزمن وي.
څلورم: دافغانستان په دننه کې ديوه پلا تفورم ياله تروريزم سره دمبارزې د طرحې برابرول چې داستخباراتو او دهوايي څارنې او ملاتړ لپاره دامريکايي پوځيانو ملاتړ ورسره وي چې تروريستان ونه کړاى شي په افغانستان کې ځالې پيدا کړي.
او د پخلاينې لپاره زمينه مساعده کړي.
دواشنګټن پست ورځپاڼه دخپل مطلب په پاى کې ليکي له ستونزو او چلنجونو سره سره په افغانستان کې دسولې تامينول شونى کار دى خو دې کارته د رسيدو لپاره بايد افغانستان او دامريکا متحده ايالات خپل رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته