کابل باختر د چنګاښ شپږمه
يو دولس کلن ماشوم تيرماښام په لغمان ولايت کې د ناپيژندل شويو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل او پلار يي ټپي شو
دلغمان ولايت دمرکز مهترلام دسدي دسيمې په اوسيدونکي دولس کلن فيصل کله چې کورته روان و ، ووژل شو او پلار يي ټپي شو .
دلغمان ولايت امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ باختر اژانس ته وويل ددغه قتل انګيزه لاتراوسه پورې څرګنده شوي نه ده او په دي برخه کې دپوليسو څيړنې دوام لري .
داپيښه په داسي حال کې رامنځته کيږي چې يو ديارلس کلن هلک په کونړکې دپاکستاني ځواکونو دتوغنديو دلګيدو له امله ووژل شو .