امنیت

دموټرو يوه ډله غله ونيول شول.

ننګرهار  –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دننګرهار ولايت دکشفي او امنيتي منسوبينو دهڅو او هاند له امله دموټرو يوه ډله غله نيول شوې دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سيد عباس سعادت دباختر آژانس خبريال ته خبر ورکړ: دوه کرولا ډوله موټرونه له څلورو مشکوکو کسانو سره چې له څه مودې څخه راپه دې خوا يې دموټرو په غلا بوخت و ونيول شول.
غلو دلسګونو د ډول ډول موټرو په غلا اعتراف کړى او له هغوى څخه دوولس اصلي پليټونه هم چې شپږ موټرونه کيږي دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې : دننګرهار دوالي سليم خان کندزي پرون د غني خيلو په ولسوالۍ کې دشيهد ولي خان کورنى وکتله او ددغه شهيد له کورنۍ سره يې ديوې اندازې نغدو پيسو او خوراکي توکو مرسته وکړه شهيد ولي خان څه موده مخکې يو ځانمرګى يرغلګر دځان دچولو په وخت کې په غيږ کې نيولى و او شهيد شو او بې دفاع وګړي ، ماشومان او سپين ږيري يې له حتمي مرګ وژغورل.
سرچينې زياته کړه : دشهيد ولي خان داتلوالى دمقام پيشنهاد يې مقاماتو ته ليږلى دى چې دى داتل په توګه تثبيت او له امتيازونو څخه يې د ده کورنۍ ګټه واخلي او په دې ترڅ کې دغني خيلو ولسوال ته دنده وسپارل شوه چې دشهيد ولي خان بچيان په يوه خصوصي او ځانګړي ښوونځي کې شامل او پيسې يې دولت ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته