ورزش

د روشن د غوره ليګ سيالۍ پيليږي

کابل باختر دزمري د مياشتې ٣١ :
د روشن د فوټبال دليګ برتر د سياليو پنځم پړاو د پنجشنبې په ورځ په کابل       کې پيليږي.
دکابل  د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن  د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ داتو ټيمونو په ګډون دفوټبال فدراسيون په  ډګر کې ترسره کيږي او ددغو سياليو په لومړۍ ورځ دسپين غر او دسيمرع البرز ټيمونه لوبه کوي.
ديادونې وړ ده  چې  دغه سيالۍ  هره ورځ  له غرمې وروسته په دوو بجو او ديرشو دقيقو ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته