ټولنه

په بغلان ولايت کې په تشو بستونو کې دشموليت ازموينه ترسره شوه

کابلباختر د کب د مياشتې١٣مه
په سلګونو تنو نن دبغلان ددولتي ادارو دبستونو دنيولو لپاره په رقابتي ازموينه کې ګډون وکړ.
دبغلان ولايت دملکي خدمتونو داداري اصلاحاتو دخپلواک کميسيون رييس عبدالمالک  حنفي دباختراژانس  خبريال ته وويل چې څلورسوه تنه داوطلبان ددولسو تشو بستونودنيولو لپاره سيالي وکړه .
دغه ازموينه ددغه ولايت دوالي او دنورو مسوولانو په ګډون ترسره شوه .
ددغې ازموينې  يوه ګډون کوونکى  احمد فواد وويل: دلوړو زده کړو  په سلګونوتنو ځوانانو په دغو څو کمو بستونو کې په ګډون سره په دغه ولايت کې دوزګارتيا  دستونزې د زياتيدو څرګندوى دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته