فرهنګ

نجيبه مرام اړوندو کارکوونکو ته ور وپيژندل شوه

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
نجيبه مرام  چې دآزادو سياليو له لارې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو
درييسې په توګه ټاکل شوې ده نن ددغه رياست کارکوونکو ته ور وپيژندل شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه  کې چې له همدې امله جوړه شوې وه  لومړى دباخترآژانس  رييس او دخپرونو رياست سرپرست  خليل مينوي  د خپرونو درييسې په توګه دنجيبې مرام  ټاکل کيدل ښه فال وباله  او ويې ويل ، چې نجيبې مرام دخپل  ژوندانه زيات کلونه  په بيلابيلو نشراتي  بستونو کې  خلکوته دخدمت لپاره وقف کړي دي.
وروسته  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې سيمين غزل حسن زاده   خبرې و  کړې او ويې ويل  ،  چې نن  دخپرونو  له رياست سره  درسنيو  دتکړه ميرمنې  دپيوستون شاهدان  يو .
دې هيله وکړه  چې  دمرام  په پيوستون سره  نشراتي  چارې ښه والى ومومي .
په پاى کې  دخپرونو رييسې  نجيبې مرام دچارو دترسره کولو لپاره خپل تيارى څرگند کړ.
دغه راز په دې غونډه کې دورځپاڼو رييس ډاکتر شمس الحق  آريان فر   خبرې وکړې  او دهغو هلوځلو يادونه يې وکړه چې مرام دکابل ټايمز ورځپاڼې دخپرونو د چارو دښه والي په خاطر   کړي دي.
مرام کلونه کلونه  دباخترآژانس دبهرنۍ مرستيالۍ اودکابل ټايمز ورځپاڼې دمرستيالې او سرپرستې  په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په بيلابيلو پستونو کې دندې ترسره کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته