امنیت

طالبانو يو پلګوټى او د کابل – قندهار د لويې لارې يوه برخه ويجاړه کړه

کابل / د چنګاښ١٠مه / باختر
وسله والو طالبانو د ماينونو په ښخولو سره يو پلګوټى او د کابل – قندهار د لويې لارې يوه برخه ويجاړه کړه.
د دغه واټ د يوې برخې په ويجاړېدو سره ترافيکي ستونزه رامنځته شوې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې ، يرغلګرو تېره شپه تر يو پلګوټي لاندې او د کابل – قندهار د لويې لارې ميدان ښار سيمه کې په واټ کې د ماينونو په ښخولو او الوزولو سره د دغه واټ يوه برخه ويجاړه او د ترافيکو بهير يې له ستونزې سره مخ کړ.
د فوايد عامې وزارت وايي، د دغه پلګوټي او واټ د بيا رغولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
دغه راز موټر چلوونکي وايي ، ميدان ښار سيمه کې د پلګوټي او د واټ ويجاړېدل ترافيکي ستونزه رامنځته کړې ده.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د کابل – قندهارلويه لاره د افغانستان يوله لويو لارو څخه بلل کېږي.
پر دې لارې په زرګونو مسافر وړونکي او سلګونو تجارتي کاروانونه تګ راتګ کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته