ټولنه

دسرحدونو اوقبايلو دچارو سرپرست :په هيواد کې ټول ميشت قومونه دې له توپير پرته ديو بل ترڅنګ ودريږي .

کابلباختردسرطان ١٥
دسرحدونواوقبايلو دچارو وزارت سرپرست ډاکتر محمداکرم خپلواک نن دشينوارو ،خروټواواحمدزو دقومونو له مشرانو اوسپين ږيرو سره په جلا جلا توګه وکتل .
دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت دخپرونورياست باختر اژانس ته خبر ورکړ، په دغو کتنو کې دشينوارو د شورا رئيس پاينده ګل، دشينوارو دقوم په استا زيتو ب ،تورن نيک محمد ، حاجي نذيراو حاجي نياز محمد اميري د خروټو دقوم په استازيتوب او مولوي خالقداد ،ګل ادم خان ، محمدحنيف حقبين اوحاجي نورالدين دپکتيا دقومونو د مشرانو په استازيتو ب داړوندو قومو نو دسيمه ييزو ستونزو د حل کولو په باب څرګندونې وکړې.
وروسته خپلواک دخبرو په ترڅ کې دټولو قومونو ديو والي اوپيوستون په لوردقومونو د سراسري غورځنګ او خوځښت غوښتنه وکړه او وي ويل چې په هيواد کې ټول ميشت قومونه دې ديو بدن په شان له توپيراوتبعيض پرته ديو بل ترڅنګ ودريږي اوديوبل منل او له يو بل سره تفاهم دې دخپل عمل ملاک اولارښود وګرځوي چې زموږ دټولو قومونو اوخلکو ستونزې په ډله ييزه تو ګه حل شي.
ديو بل خبر له مخې، دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت سرپرست ډاکترمحمداکرم خپلواک نن له غرمې مخکې دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت  دمشرتابه هيئت له غړو او له ټولو کارکوونکو سره وکتل اود خپلو کاري پروګرامونو د بيانولوپه ترڅ کې يې ددغه وزارت د کارکوونکو ستو نزې وا وريدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته