روغتیا

د آغاخان دفتر په بغلان کې روغتيايي مرکز جوړوي

کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
د بغلان ولايت په مرکز کې ديوه روغتيايي مرکز د جوړولو تفاهم ليک د عامې روغتيا د وزير ډاکټر فيروزالدين فيروز او په افغانستان کې د آغاخان د پرمختيايي شبکې  د سياسي استازي نورجهان مواني ترمنځ   پرون لاسليک شو.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دعامې روغتيا وزير د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په مراسمو کې وويل ؛  د آغاخان پرمختيايي شبکه  دافغانستان  دعامې روغتيا د برخې له مهمو همکارانو څخه ده چې تل يې  د روغتيا له برخې سره په مهمو او  حياتي برخو کې همکاري کړې ده.
ده زياته کړه  دغه مرکز د  شلو بسترو په ظرفيت  سره  جوړيږي  چې دغاښونو ، لابراتوار، راديولوژۍ  او د زړه دګراف په برخوکې به په وړيا ډول سره  روغتيايي خدمتونه  وړاندې کړي .
نورجهان مواني وويل چې د اغاخان پرمختيايي شبکه په افغانستان کې  د روغتيا په برخه کې   د پانګې اچونې او د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيتونو دلوړولو  په دوام  ژمنه ده. پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته