سیاست

جمهور رئیس غني: د اترا او افغان ټیلي کام ادارو د تدارکاتو او استخدام بهیر دې وڅېړل شي

کابل باختر د وري يوويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني  په مشري د افغان ټيلي کام شرکت او د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) د فعالیت د بهیر د وضعیت د ارزونې په موخه نن له غرمې مخکې په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کې غونډه کې د مخابراتواومعلوماتي تکنالوژۍ وزیر، له اداري فساد سره د مبارزې رئیس، دمالیې وزارت معین، د چارو ادارې د تدارکاتو رئیس او د افغان ټیلي کام رئیس هم حضور درلود. جمهور رئیس د افغان ټیلي کام او اترا ادارود فعالیتونو د اجراتو بهیر وارزاوه.
د هېواد جمهور رئیس ټینګار وکړ، د افغان ټیلي کام او اترا ادارو د تدارکاتو او استخدام بهیر دې په دقیقه او هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او لارښوونه یې وکړه چې په دې برخه کې دې مسلکي پلاوی وګومارل شي.
جمهور رئیس وویل، په ټولو پروسو کې باید شفافیت په پام کې ونیول شي او همدارنګه دې د یادو ادارو د قراردادونو او استخدام ستونزه لیرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته