روغتیا

يو شپيته تنه ناروغ ماشومان ددرملنې لپاره المان ته واستول شول .

کابل باختر  د زمري  نهه ويشتمه :
دافغاني سرې مياشتې عالي ټولنې  په هډوکې  ماتوونکو او دسختې سوځيدنې په ناورغيو يو شپيته تنه اخته ماشومان ددرملنې لپاره المان ته واستول.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغې ټولنې په اسمايي تالار کې جوړه شوې وه، صامرې  افضلي خبرې وکړې او ويې ويل چې دالمان دسولې دکلى دهمکاريو په دوام داځلې په هډوکو ماتوونکو او دسختې سوځيدنې په ناروغيو اخته يوشپيته تنه ماشومان دشپږو مياشتو لپاره  په المان کې ددغه هيواد دماهرانو تر نظر لاندې تداوي کوي .
ده زياته کړه: په دغو ناروغيو اخته دوه څلويښت تنه ماشومان چې شپږ مياشتې مخکې دالمان دسولې  دکلى له لارې  ددرملنې لپاره دغه هيواد ته استول شوي و له بيا روغتيا وروسته به دروان کال دوږي دمياشتې په دويمه نيتۀ هيواد ته راستانه شي .
دافغاني سرې مياشتې ټولنې تراوسه پورې دالمان دسولې دکلى په همکارۍ په دغه هيواد کې په هډوکو ماتوونکو  او دسختې سوځيدنې  په ناروغيو په سلګونو تنه اخته ماشومان تداوي کړي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته