نړۍ

تونس دولت انصار شريعت يو تروريستي ډله اعلام کړه.

تونس بي بي سي باختر دورږې دمياشتې ٦
دتونس صدراعظم علي عريض اعلام کړى دى چې د انصار دشريعت غورځنګ يوه تروريستي ډله او د دغه هيواد د دووتنو سيکولارسياست والودوژنې مسوول بولي.
دتونس صدراعظم دغه راز خبر دارى ورکړى دى  چې د دغې ډلې غړي به ترقانوني څارنې لاندې  ونيسي.
دهمدې خبرله مخې :  انصار شريعت په سلفي تمايلاتو سره يوه تند لاره  ډله  بلل کيږي چې په تونس کې د ٢٠١١ ميلادي کال دانقلاب له وخته يې خپل فعاليت پيل کړى دى .
دغه  ډله  غواړي  چې د تونس په ټولو سيمو کې داسلامي شريعت قوانين عملي شي.
دتونس د صدراعظم دڅرګندونو له مخې :  د ترلاسه شويو مدارکو پربنسټ انصار شريعت د تونس د دوو سيکولارو سياست والو محمدبراهيمي او شکرې بلعيد په وژنه کې  لاس لري.
علي عريض ټينګار کړى دى چې انصار شريعت په القاعده پورې اړوند ديوې وسله والې جهادي ډلې ملاتړ کوي.
دانصار شريعت مشر ابوعياض دامريکا په سفارت د بريد په جرم د ده د نيول کيدو حکم له صادريدو وروسته  پټ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته