سیاست

د دايکنډي دانتخاباتو دکميسيون رئيس ترڅارنې لاندې ونيول شو

کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
ددايکنډي ولايت  دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رئيس نن څارنوالۍ ته معرفي شو.
ددايکنډي ولايت دمطبوعاتو مسوول محمدانور قاسم دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛  چې ددغه ولايت دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون رئيس قاسم قسيم درې ورځې مخکې  په نيلي ښارکې  ونيول شو.
ده زياته کړه  چې په ده  باندې داخلاقي فساد اوله وظيفيوي  صلاحيتونو څخه دناوړې استفادې تورلګول شوى دى.
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته