امنیت

د هېواد په ختیځ کې د چاودیدونکو توکو ترلاسه کېدل

جلال اباد/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۶ مه
د ننګرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې ځانمرګو بريدونو ته چمتو شوي په چاوديدونکو توکو ډک دوه واسکټونه، لاسي او ريموټ کنټرول بمونه، د هاوان مرمۍ او ۴۱ نور ډول ډول چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سمیه ېیز خبریال ته وویل چې دغه چاودیدونکي توکي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته