امنیت

په ننګرهارکې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه .

کابل باختر د غبرګولي پنځلسمه : پوځيانو پرون په ننګرهار ولايت کې ديوه ماين دچاودنې مخه ونيوله . د ٠١ ٢سيلاب قول اردو وياند محمد هارون يوسفزي باختراژانس ته وويل چې ددغه قول اردو منسوبانو يوه ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا د کوچني اختر په ورځو کې د ډار اچوونکو بريدونو دترسره کولو په موخه ددغه ولايت د چپرهار ولسوالۍ په دولت اباد سيمه کې ځاى پرځاى کړى و کشف او شنډ کړ. دغه ماين د ملکي وګړو دتګ راتګ په لاره کې ښخ کړى شوي و . داپه داسې حال کې ده چې د بغلان په ولايت کې دنيکمرغه کوچني اختر دلمونځه داداکولوپه وخت کې دچاودنې له امله يو لمونځ کوونکى شهيد او څه ناڅه لس تنه لمونځ کوونکي ټپيان شول . ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته