روغتیا

باختر بانک له ملالۍ روغتون سره د درې سوه زرو افغانيو په ارزښت د طبي وسايلو مرسته وکړه

کابل باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د عامې روغتيا  وزارت له خوا په ملالۍ زيږنتون کې  د ښځو نړيواله ورځ  ونمانحل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  په هغې غونډه کې چې له  همدې امله   جوړه شوې وه  دعامې روغتيا وزارت  د معالجوي طب روغتون لوى رئيس  ډاکټر مجيب الله  ځير  وويل چې ښځې دټولنې  نيمايي برخه ده   او د دغې ورځې نمانځل  دښځو ديو موټيتوب   ، ستاينې او د ښځو د اساسي حقوقو  ته د لاسرسي  زمينه برابروي .
ديادونې  وړ ده  چې  د باختربانک  مشرتابه  هيئت  د ملالۍ  زيږنتون  ولادي  څانګې  لپاره د درې سوه زرو افغانيو په ارزښت  د طبي وسايل مرسته کړې ده.
دباختر بانک لوى رئيس  عامر خيل الرحمن دملالۍ زيږنتون  دروغتون  له کارونو څخه  قدردانې وکړه   او له دغه روغتون سره يې په  راتلوونکي کې دلازياتو همکاريو  ژمنه وکړه. پاى سعيده ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته