امنیت

دپوليسو مقاماتو دبډې اخستنې او داداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګار وکړه.

کابل – باختر ليندۍ دوه ويشتمه :
داداري فساد پرخلاف دمبارزې دنړيوالې ورځې له امله پرون دکورنيو چارو وزارت د اداري معين لوى پاسوال محمد يارمند په ګډون دشفافيت او حساب ورکولو دکميټې داجراتو درپوټ ورکولو غونډه جوړه شوه.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتى دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. لومړى د١٠١ آسمايي زون قوماندانۍ او ددغې کميټې رييس لوى پاسوال محمد ايوب سالنګى خبرې وکړې او وې ويل: دبډې اخستنې او داداري فساد پرخلاف مبارزه کې برياليتوب هغه وخت امکان لري چې دبډې اخستنې او داداري فساد دمبارزې اختصاصي ارګانونه او دکابل د١٠١ آسمايي زون ټول کشفى ،استخباراتى او امنيتي ارګانونه ددغې منفي اوخطرناکې پديدې پرخلاف دګډې مبارزې پروګرامونه جوړاو عملي کړي.
په همدې حال کې دکورنيو چارو وزارت دپلټنې لوى رييس پاسوال عبدالمسعود خبرې وکړې او وې ويل : په تيرو اتو مياشتوکې ١٧٥٨ قضيې دملي پوليسو په ارګانونو او جزوتامونو کې څيړل شوي دي او څه دپاڅه ٤٠ ميليونه افغانۍ فزيکى پيسې په بانک کې تحويلې شوي دي.
١٧٤ تنه بدل شوي دي او دپوليسو ٣٢٨ تنه منسوبين مجازات شوي دي .
دغونډې دکار په دوام دايساف دقوتونو دشفافيت دکارى کميتې رييس جنرال لنګوخبرې وکړې او  دبدې اخستنې او اداري فساد پرخلاف دمبارزې په کار کې يې دکورنيو چارو وزارت دهمکاري له امله مننه وکړه او په دې باب يې دخپلو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ.
په همدې ترتيب دکورنيو چارو وزارت دمدني ټولنې غړي سعيد نيازى او دافغان ښځو دايتلاف غړئ امنې مستقيم دبډې اخستنې او اداري فساد پرخلاف دمبارزې په کار کې نوښت وستايه او دکورنيو چارو له وزارت سره يې په همکارى باندې ټينګار وکړ.
په پاى کې دکورنيو چارو وزارت اداري معين دغونډې له جوړوونکو څخه دمننې په ترڅ کې دغوره سالارى ،مجازاتو او مکافاتو په اصل باندې ټينګار وکړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته