اقتصاد

دجيوديزستانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٦  :
دجيوديزستانو نړيواله ورځ پرون  دجيوديزۍ اوکارتو ګرافۍ په اداره کې
ونمانځله شوه.
دباخترآژانس دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په دغې اداره کې جوړه شوې وه ، لومړى  داصلاحاتو اوښيې  حکومتوالۍ په چارو کې د جمهوررئيس  دفوق العاده استازي  احمدضيامسعودپيغام ولوستل شواوپه هغه کې  جيوديزستان  دهېواد دملي اقتصاد دودې اوپراختيا اودبيارغاونې
دبهير رغنده ، زيارکښ او نوښتګر ځواکونه بلل شوي دي.
په دې پيغام کې دغه راز څرګنده شوه. چې دجيوديزۍ او کارتوګرافۍ اداره   په  ښو امکاناتو او تجهيزاتو سمباله شوې ده اودغه اداره  په دې بريالۍ شوې ده  چې د جيوديزيکي شبکو په  جوړولو ، دتوپوګرافۍ او انجينرۍ په سروې ګانو  اوپه بيلابيلو مقياسونو دديجيتلي نقشو  په برابرولو او چاپولو کې  اوچت ګامونه واخلي .دجيوديزۍ او کارتو ګرافۍ اداره  په هېواد کې داقتصادي بنسټونو د جوړولو لپاره دزمينو دبرابرولو په لاره کې  دنقشو دطرحه کولو او برابرولو  دنده په غاړه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته