ورزش

دفوټسال د رمضان دجام سيالۍ پيل شوې .

کابل باختر دچنګاښ لومړي:
  درمضان دجام تر نامه لاندې  دفوټسال سيالۍ تيره شپه په کابل کې پيل شوې .
دکابل دفوټسال فدراسيون مرستيال عبدالرزاق  محرک دباختراژانس  خبريال ته وويل  دفوټسال  درمضان دجام سيالۍ دمشعل او صديقي  دټيمونو په لوبې سره  دبدنې روزنې او سپورت رياست په لوبغالي کې تيره شپه پيل شوې او لوبه ددريو په وړاندې په پنځو سره دصديقي ټيم په ګته پاى ته ورسيده .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، دفوټسال درمضان دجام سيالۍ  دڅلورو شپيتو ټيمونو ترمنځ پيل شوې او هره شپه په شپږو لوبو سره دوام مومي .
  ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ هره شپه په اتو بجو پيل او تر دوه نيمو بجو   پورې دوام مومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته