کابل – باختر دکب دمياشتې ١٧
په هلمند کې د ماين دچاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان شول .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالاحد چوپان دباختر اژانس خبريال
ته وويل : دغه دوه تنه ملکي وګړي پرون غرمه د هلمند ولايت دکجکې ولسوالۍ په مربوطاتو کې کله چې د جمعې دلمانځه د اداکولو په خاطر د دغې ولسوالۍ جامع جومات ته روان وو ؤ په سړک کې په ښخ کړى شوي ماين وختل او دچاودنې له امله شهيدان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل : وسله والو طالبانو ماين دورانکارو او ډار اچوونکو عملونو دترسره کولو په مقصد په واټ کې ښخ کړى وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ