ټولنه

په کابل کې د ګازو ډبۍ چاودنې شپږ تنه ټپيان کړل .

کابل / دسلواغې ١٨مه / باختر

هغه چاودنه چې نن له  غرمې مخکې د کابل ښار د لومړى ناحيې په مربوطاتوکې وشوه د ګازو د ډبۍ  د چاودنې زېږنده  وه چې له امله يې شپږ تنه ټپيان شول .

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند  فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل  چاودنه نن سهار په نهوبجو او ١٥ دقيقو د کابل ښار په لومړۍ ناحيې پورې اړوند د باغ قاضي په سړک کې د ګازو د پلورنې په  يو دکان کې  شوې ده .

په دې  چاودنه کې  چې د ګازو د پلورنې د دکاندار د بې احتياطي  زېږنده وه ، دوه دکانونه ويجاړ او شپږ تنه ټپيان شول.

په ټپيانوکې  زموږ دوه سکهه  هېوادوال شامل دي .

پوليس د دغې  پېښې د جزيياتو د څېړنې په حال کې دى .

ختم_  فرشته-زحل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته