ښوونه او روزنه

په لوګرکې تجربوي ليسه جوړيږي

پل علم باختر دغبرګولي دمياشتې  ٣٠ :
د لومړنۍ تجربوي ليسې د ودانۍ د جوړولو کار پرون د لوګر ولايت په پل علم ښارکې پيل شو.
د لوګر والي محمدحليم فدايي باختر آژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د پنځلسو ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او عصري ډول جوړيږي چې اته درسي خونې، د کمپيوټر دوه خونې، لابراتوار او نور ضروري ملحقات به ولري چې د جوړولو کار به يې په شپږو مياشتوکې بشپړ شي .
د لوګر والي  زياته کړه چې د دغې ودانۍ په جوړولو سره د ښوونځيو زده کوونکو ته به د زده کړې ښې زمينې برابرې شي او دا به د لوګر ولايت په کچه لومړنۍ تجربوي ليسه  وي چې په پل علم کې جوړيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته