امنیت

په پکتیکا کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه باختر د وږي ۲۴ مه
د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو  طالبانو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې ۲۵ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ارګونو ځايي مسوولین وايي چې وسله والو طالبانو پلان درلود په دغې ولسوالۍ کې څو امنیتي پوستې سقوط کړي، خو د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ او په شا وتمبول شول.
د ارګون د امنیې قوماندان عبدالواحد قندهاري د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو امنیتي پوستو همهاله بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول.
په دې نښته کې دوه تنه د ملي پولیسو او دوه تنه د ملي اردو هم ټپیان شوي خو د مسوولینو په وینا روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته