سیاست

تبصره

کابل باختر دلړم دوه ويشتمه
په کابل ښارکې وروستى لاريون چې د زابل د زړه بوږنوونکې پيښې په برخه کې د عدالت غوښتنې په مقصد ترسره شو، د حق غوښتنې او د شرارت د غندلو لپاره يو فعال مدني حرکت دى چې د دغه حرکت درناوي کوو او ښه کار بولو .
د باختر آژانس مبصر ليکي:
کابل وړمه ورځ د يو داسې بې سارى لاريون ډګر و چې په زرګونو تنو هيوادوالو چې د هيواد په بېلابېلو قومونو، مليتونو او مذهبونو پورې يې اړه درلود؛ ګډون کړى و او ټولو په يوه غږ، بربريت او شرارت وغندل او د دې هيواد د هغو اوو تنو بچيانو د شهادت په برخه کې يې چې د حرفوي تروريستانو له خوا په ظالمانه او ناوړه ډول په زابل ولايت کې هغه هم له څو مياشتو اسارت وروسته شهيدان شول؛ د عدالت د تحقق غوښتنه وکړه.
د دغو اوو تنو افغانانو لپاره د حق غوښتنې او عدالت غوښتنې حق چې له زابل څخه پيل او غزني ته يې لاره وموندله او لمن يې ترکابل پورې پراخه شوه؛ د دې څرګندوى دى چې د افغانستان خلک په قومي ډلبنديو باور نه لري او د دوى غږ يو دى. هغه درد چې زموږ هيوادوال يې په غزني، باميانو، بلخ  او قندهار او يا په نورو ځايونوکې زغمي؛ د ټولو افغانانو درد دى او ټول افغانان د يو واحد بدن په شان د هغه په وړاندې دريږي، نه يواځې دا چې خپل غم او درد له يوبل سره  شريکوي؛ بلکې د هغو د علاج او درملنې او د تکرار د مخنيوي لپاره لارې چارې سنجوي.
وروستى مدني حرکت په همدې لاره کې ترسره شو؛ هغه هم د يوې کورنۍ، يوه قوم او يا د يوه ولايت د بچي کوچنۍ موسکا ونه بلله او په عاشقانه ډول يې د دغه کوچني ماشوم تابوت په اوږدو واخست او هغه يې افغان بچى وباله .
وروستى مدني حرکت د افغانستان د خلکو د وحدت او همغږى څرګندوى وباله چې ويې ښودله ټول په يوه غږ د تروريزم، فتنې، اړو دوړ، دسيسې او توطيې په وړاندې خپله کرکه او نفرت څرګندوي.
هغه څه چې په وروستي لاريون کې په ډاګه شول؛ هغه واقعيتونه و؛ که چيرې پاملرنه ورته وشي؛ د زابل د پيښې د ورته پيښو تکرار ناشونى کوي .
دغه حرکت زياتره هغه مسئلې او موضوعګانې چې هيرې شوې وې؛ په ډاګه کړې چې زموږ خلک د دغه شان حرکتونو درناوى کوي او ښه اقدام بولي .
سياسي کارپوهان او د مدني ټولنې فعالان په دې باور دي چې وروستى حرکت د دې ترڅنګ چې د خلکو خبرې عملي کوي؛ په ډاګه کړه چې په افغانستان کې د مدني حرکتونو زغم شته او دولت د خلکو د حق غوښتوونکو اعتراضونو او لاريونونو د حق درناوى کوي او ملاتړ يې کوي. خو دلته يوه مسئله د دقت او غور وړ ده چې ښايي د يوه شهيدخونړى بدن او يوه دردونکې پيښه چې د دې هيواد ماشومان، ښځې، ځوانان او بوډاګان قرباني کيږي؛ د دې لپاره فرصت وي چې له هغه څخه د شخصي ګټې لپاره استفاده وکړو او هغه مشخصو سياسي او سليقوي  موخو ته د رسيدو لپاره وسيله وبولو. بايدمدني حرکتونه له سترو او ارزښتناکو مفاهيمو سره يې ومنو او ملاتړ يې وکړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته