زرنج باختردتلې دمياشتې ٥ نيټه :
د (اى سي اف) موسسې پرون په نيمروز ولايت کې له ٣٢ بېځايه شويوکورنيو
سره د نغدو پيسو مرسته وکړه.
د نيمروز د والي وياند احمدعرب د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کورنۍ پخوا د دغه ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو د رياست له خوا سروې شوې وې او هرې کورنۍ ته د (اې سي اف) د دفتر له خوا ديرش زره افغانۍ نغدي پيسې ورکړاى شوې.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ