کابل / د لړم ۲۵ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستيال مولوی صدراعظم د (Muslim care Malesia) بنسټ له مسوولینو سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د مالېزیا مرستندويه بنسټ استازو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ ژمنه وکړه.
دوی وويل چې د افغانستان خلک بې وزله دي او همکاريو ته اړتيا لري او دوی چمتو دي چې خلکو سره په بېلابېلو په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ سکټور په برخه کې همکاري وکړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت تخنيکي مرستيال وویل چې ماليزيا يو اسلامي هېواد دی او اسلامي امارت ترې ډېره تمه لري چې د افغان بزګرانو او مالدارانو ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د هر ډول پراختيايي فعاليتونو د پلي کولو زمينه برابره شوې ده. هغه وویل چې تمه لري چې د هېوادوالو اقتصادي ستونزو اوارولو په پار له دوی سره مرستې وشي.
مرستیال وویل چې د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور ډېرې برخې بيارغونې ته اړتيا لري چې بايد په يادو برخو کې ډېرې همکارۍ وشي.
په پای کې ياد ټيم د کرنې وزارت تخنيکي مرستيال ته ستاينليک او مډال ورکړل.
ن/ر