پيښور- جيونيوز – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
په پيښور کې نن دځانمرګي بريد له امله څلور تنه ښځې ووژلې شوې او پنځه تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس دپاکستان دجيو ټلويزيون له خولې خبر ورکړ :
دغه بريد دپيښور ښار په جميل چوک کې وشو او له امله يې څلور تنه ښځې و وژلې شوې او پنځه تنه نور ټپيان شول.
پوليسو دوه تنه مشکوک کسان په سيمه کې نيولي دي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ