ميمنه باختر دمرغومي دمياشتې ٢٢ مه
د دريو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه ويشت تنه ډار اچوونکي تېره شپه دفارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي باخترآژانس ته وويل چې؛ دغه ډار ا چوونکي د دغه ولايت د دولت آباد ولسوالۍ په کوچه قلعه ، بازارقلعه او د توپخانې په کليو کې د افغان پوځيانو په هوايي بريدونو کې ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې په طوفان مشهوراحسان الله ،حيدر برادر او په قهرمان مشهور رازمحمدخنجر په نومونو د ډار اچوونکو درې تنه مهم قوماندان هم شامل دي .
ده زياته کړه ؛ په دغو عملياتوکې د ډار اچوونکو ٢٥ موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ