امنیت

په قيصار ولسوالۍ دامنيتي ځواکونو مقاومت دوام لري

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٦  :
وسله والو طالبانو تير ماښام د فارياب دقيصار ولسوالۍ او د شاخ او غوره په ساحو کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل او دامنيتي  ځواکونو مقاومت لاتراوسه پورې دوام  لري .
د قيصار ولسوال  رحمت الله قيصاري  د باخترآژانس خبريال ته وويل :  له هغه وروسته  چې په فارياب ولايت   په تيره بيا په قيصار ولسوالۍ کې دجمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم تر قوماندې لاندې عملياتو کې  دطالبانو  فعاليتونه شنډکړى شول او  طالبان په شاوتمبول شول ، وسله والو طالبانو بيا  په  امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
يوه اړونده خبرځاى وويل   چې  دقيصار ولسوالۍ دشاخ  او غوره په ساحو کې  دوسله والو طالبانو په پرونيو بريدونو کې  دوه سيمه ييز پوليسان شهيدان او  څلور تنه نور سيمه ييز پوليسان ټپيان شوي دي.
قيصاري وايي چې تراوسه پورې کومکي ځواکونه  ساحې ته نه دي رسيدلي  خو پوليس دطالبانو په وړاندې مقاومت  کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته