قاهره / باختر / د سلواغې د مياشتې ۲۱مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوري د مصر په مرکز قاهرې ښار کې د جوړ شوي څلور ورځني فستیوال د پای په مراسموکې ګډون وکړ.
د باختر اژانس خبریال نعمت الله رووفي د مصر هېواد له قاهرې ښار څخه په استول شوي خبر کې ویلي دي: دغه فستیوال چې د فبروري له پنځمې څخه یې تر نهمې نېټې پورې دوام وکړ، د مصر هېواد په کوربتوب او د (OIC) یا د اسلامي همکاریو د سازمان په مالي همکارۍ جوړ شوی و، شاوخوا د ۶۵ اسلامي هېوادونو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.
په دغه فستیوال کې له افغانستان څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معین په مشرۍ د دغه وزارت د بېلابېلو ادارو ۱۵ تنه غړو ګډون کړی و.
پای/وصال
0 1 دقیقه لوستل