امنیت

پنځه طالبان په فارياب کې ووژل شول

 کابل / د وږي ٤ مه / باختر
په فارياب کې تېره شپه پنځه وسله وال طالبان د پوحيانو په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په آستانه باباى کمکي سيمه کې هغه وخت ووژل شول چې پوځيانو پرې هوايي بريدونه وکړل.
په بريدونو کې د دښمن جنګي وسايل او نقليه واسطې هم ويجاړې شوې.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته