کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ٢٢مه
د هېواد په جنوب کې شپږ تنه ملکي وګړي د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
د دغو ملکي وګړو د سپرلۍ موټر پرون په ډنډ ولسوالۍ کې په ماين وخوت او چاودنه رامنځته شوه.
د قندهار ولايت يوه امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
د دغې پېښې په قربانيانوکې دوه تنه ماشومان او دوه تنه ځوانې نجونې هم شاملې دي .
د قندهار ولايت د يوه روغتون ډاکترانو د دغې پېښې د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
تر اوسه پورې د دغې ماين ښخونې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
خو د قندهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وسله والو طالبان د دغې ماين ښخونې مسوول بللى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د قندهار والي حيات الله حيات امنيتي ځواکونو ته لارښوونه کړې ده، څو د دغه ماين د ښخولو عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
ختم _ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل