-کابل باختر د تلي اوومه :
په غور ولايت کې يوې ځوانې نجلۍ دزهرجنو توکو په خوړلو سره خپل ژوند پاى ته ورساوه .
دغور ولايت دپوليسو يومقام دباختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې ددغې اتلس کلنې نجلۍ ځان وژنه تاييد کړه .
تراوسه پورې ددغې ځان وژنې انګيزه نه ده روښانه شوې او خپلوانو يې هم په دې اړوند چوپه خوله غوره کړې ده .
پوليس وايي چې په دې برخه کې څيړنې پيل شوې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ