ټولنه

دکابل دترافيکو دلوى مديريت خبرتيا .

کابل باختر د زمري  شپږ ويشتمه ::
دکابل دترافيکو دلوى مديريت خبرتيا .
ديوه  نږدې  پنځه شپيته کلن سړى  مړي  چې په خړوخط لرونکوجامو سمبال دى  دخيرخانې مينې دغاښې  په برخه کې  پرون  دترافيکي پيښې له امله  وفات شوى دى .  دساتنې په مقصد  دعدلي طب  رياست ته ليږدول شوى دى .
خپلوان يې کولى شي  مړي دعدلي طب له رياست څخه ترلاسه کړي . دغه راز  دزياتو معلوماتو دترلاسه کولو لپاره  کولى شي  په دهمزنګ کې  دکابل دترافيکو  دلوى مديريت  دپيښو دڅيړنې امريت ته ورشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته