سیاست

مشورتی لویه جرګه او د سولې پروسه

-کابل / د زمري ۱۶ مه / باختر
سبا په کابل کې د سولې مشورتی لویه جرګه جوړېږي. د جرګې د رابللو یو اصلي علت دا دی چې د ملت استازي د طالبانو د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون په اړه جمهوررییس ته مشوره ورکړي؛ خو څرګنده ده چې د جرګې بحثونه به یوازې پر همدې یوې موضوع چې بندیان خوشي شي او که نه او که خوشي شي، نوپه کوم شرط خوشي شي، راټول نه وي، بلکې د سولې اړوند نور ګڼ مسایل به هم په جرګه کې مطرح کېږي.
د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سولې پروسه یو ډېر حساس پړاو ته رسېدلې ده. اصلي پوښتنه دا ده چې دا پروسه سم لور ته روانه ده او دوام ومومي او که نه دا پروسه له اصلی تګلوري منحرفه شوېده او باید دوام ونه مومي؟ دې پوښتنې ته ځواب ویل خورا ستونزمن او پېچلی کار دی. که ښکاره او بربنډه خبره وکړو نو واقعیت دا دی چې د سولې پروسې اصلي پړاو لا پیل شوی نه دی. د سولې بهیر اصلي پړاو د افغانانو تر منځ خبرې  دي او له بده مرغه دا خبرې لاپیل شوي نه دي.
ولې د افغانانو تر منځ د خبرو پيل د سولې بهیر یا پروسې اصلي پړاو بلل کېږي؟ دا ځکه چې د افغانانو تر منځ خبرو کې به د افغانستان د سیاسي نظام پرڅرنګوالي بحث کېږي، د افغانستان د راتلونکي په اړه به بحث کېږي او لنډه دا چې ټول اصلي مسایل، ټول هغه مسایل چې د اوسني کړکېچ لامل بلل کېږي، د افغانانو تر منځ خبرو کې به مطرح کېږي. طالبان به د اسلامي امارت د بیا ژوندي کولو لپاره استدلال کوي او د افغان حکومت پلاوی به د جمهوریت لپاره استدلال کوي. دواړه لوري به خپل دلایل وړاندې کوي، هر یو به کوښښ کوي چې پاخه دلایل وړاندې کړي او بل لوري ته قناعت ورکړي.  ټول هغه څه چې اوس روان دي او په ځانګړي ډول د بندیانو خلاصون – دا ټول په حقیقت کې د سولې بهیر د اصلي پړاو د پيل لپاره د شرایطو برابرول دي.
دا به له انصافه لرې خبره وي چې که وویل شي د سولې بهیر ناسم لوري ته روان دی. ټول هغه څه چې تر دې دمه شوي دي، ښه شوي دي اود سولې بهیر یو ډول خوځښت موندلی دی؛ خو اوس اړتیا ده چې دا بهیر نوی سمون او خوځښت ومومي. او د دغه نوي سمون اوخوځښت لپاره اړتیا ده چې د خلکو د استازیو نظر او رایه وپوښتل شي. لویه مشورتي جرګه د همدې موخې لپاره رابلل شوېده او سبا خپل کارپیلوي. 
له تېرې مشورتي جرګې سره د دې جرګې توپير دا دی چې اوس د سولې عالي شورا جوړه شوېده، مرکچي پلاوی ټاکل شوی دی، دواړو لوریو بندیان خوشي کړي دي، امریکا او طالبانو په دوحه کې موافقه لالسلیک کړېده. د سولې په اړه پياوړې سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوېده. پر بلې وینا اوس د سولې خبرو لپاره یوه روښانه لارنقشه برابره شوېده.
د مشورتي لویې جرګې د استازیو ستر مسوولیت دا دی چې د سولې په برخه کې تر دې دمه ټول ترسره شوي کارونه په ژوره او دقیقه توګه وڅېړي او ویې ارزوي، د پاتي بندیانو د خلاصون موضوع هم په هراړخیزه توګه وڅېړي او د سولې روانو کوښښونو ته د نوي سمون اوخوځښت ورکولو لپاره جمهوررییس او د ملی روغې جوړې عالی شورا ته داسې مشورې ورکړي چې هغه بري ته د سولې روان بهیر په رسولو کې مرسته وکړي.
پاى- ن.ش. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته