کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په چپرهار، کوز کونړ او روداتو ولسوالیو کې دافغانستان لپاره د هالنډ کمېټي په همکارۍ ۲۰۰ هغه مېرمنو ته چې د کورنۍ د ګټې وټې مسولیت ور تر غاړی دی د اقتصادي پیاوړتیا په پار ورته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په خبره هرې ګټي اخیستونکې کورنۍ ته ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۷۵ کیلو د چرګانو دانه، درمل، دانه خوري او ابخوري ورکړل شوي دي.
محمد وویل د چرګانو د ورکړي موخه په کور دننه بې وزله کورنیو ته د کار زمینه برابرول دي؛ ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پالنې، ناروغیو مخنیوي د واکسینونو پلي کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو د اقتصادي پياوړتیا په موخه لسګونو کورنیو دې ته ورته فارمونه جوړ شوي وو.