امنیت

اوولس وسله وال طالبان په هرات کې ووژل شول

٣٣- کابل /دمرغومې ٦مه /باختر
اوولس وسله وال طالبان په هرات کې له افغان ځواکونوسره په جګړو کې ووژل شول.
دغه جګړې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د هرات ولايت په ځينو سيمو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د وسله والوطالبانو له بريدونو وروسته ونښتې .
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو يومقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول او د يرغلګرو په لسګونو جنګي وسايل د پوځيانولاس ته ورغلل .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د هرات له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٤ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يو لړ چاودنومخه ونيوله .
وسله وال طالبان د دغو ماينونو د ښخولوعاملين بلل شوي دي .تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته