امنیت

په ننګرهار کې د یوه قوماندان په ګډون د پنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کېدل

جلال اباد/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۹ مه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د ترسره شویو عملیات په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو عملیاتو کې څلور تنه نور له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته