امنیت

په قندهار کې دوسله والو يرغلګرو او دملي اردو دځواکونو ترمنځ نښته وشوه

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
دتيرې شپې په دوو بجو او پنځوسو دقيقو يوې ډلې يرغلګرې  دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې  دملي اردو په  چشمو کمپ  بريد وکړچې له امله يې  دواړو لورو ته  دسرزيان اوښتى دى .
  دملي دفاع وزارت وياند  جنرال دولت وزيري  باختراژانس ته وويل  په دې کمپ کې  دملي اردو  شپيته تنه  پوځيان  ديره و ، چې په نښته کې  درې څلويښت تنه يې شهيدان ، نهه تنه ټپيان او شپږ تنه نور  بې درکه شوي دي او دوه تنه  له دغې پيښې څخه روغ رمټ پاتې دي  اوپه دې بريد کې  ددښمن  لس تنه ځواکونه  وژل شوي دي .
  د ٢٠٥ اتل قول اردو  قوماندان  دغه کمپ ته رسيدلى دى  او اوس قضيه تر څيړنې لاندې ده .   دپيښې جزئيات وروسته  خپريږي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته