فرهنګ

ډاکتر کمال سادات دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دچلنجونو دحل کولو لارښوونه وکړه .

کابل باختر د کب اوولسمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معين ډاکتر کمال سادات دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست دستونزو دحل کولو لارښوونه وکړه
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ډاکتر کمال سادات نن دويديو کنفرانس له لارې دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له رييس او کارکوونکو سره خبرې وکړې او هغوى دخپلې ادارې ستونزې او نورې اړتياوې بيان کړې .
  په دې خبرو  کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي او اداري ، دبشري منابعو رييسانو او بودجې آمر هم حاضر و دځوانانو دچارو معين لارښوونه وکړه چې دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ستونزې دې ډير ژر حل شي .
ډاکتر کمال سادات دغه راز دغزني ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له مسوولينو څخه وغوښتل چې دنوروز جشن دجوړولو لپاره زياتې هلې ځلې وکړي او دغزني ولايت له مقام سره په تفاهم کې هلې ځلې  وکړي  چې دنوروز جشن په پرتمين ډول ترسره شي .
ډاکتر سادات وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه په اداره کې دمجازاتو او مکافاتو اصل ته درناوي لري او داطلاعاتو اوفرهنګ رياست کارونه دستاينې وړ دي .
ده يوځل بيا څرګنده کړه چې بايدکارونه په هدفمندډول ترسره شي او په چارو کې شفافيت ددغه وزارت په اداروکې دبرياليتوب سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته